=کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٦مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون (په آسيا کې د تعامل او اعتماد جوړونې) کنفرانس د مشرانو غونډې په څنډه کې، د ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره د دوشنبې په ښارکې وکتل.
د اجراييه رياست د ويانددفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې اجراييه رييس له افغانستان سره د ترکيې د هميشنيو مرستو او افغانستان ته د رجب طيب اردوغان د ځانګړې پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه.
اجراييه رييس، ترکيې د افغانستان له ستراتيژيکي متحدانو او تاريخي دوستانو څخه وبلله او د افغانستان لپاره يې د ترکيې د مرستو او شتون د دوام غوښتنه وکړه.
د ترکيې جمهور رييس افغانستان د ترکيې له نږدې دوستانو او متحدانو څخه وباله او په ټولو برخو کې يې له افغانستان سره د ترکيې دمرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو له ډار اچونې سره د مبارزې، د سولې خبرو اترو او په افغانستان کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په باب بحث او خبرې وکړې .
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل