ورزش

دکندهار دشيرزي ټيم د پاکستان دچمن دفوتبال جام وروستۍ نيمايي پړاو ته لاره وموندله

٣٧ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

دکندهار دشيرزي دفوتبال ټيم دپاکستان دکوچلاغ پرټيم په برياليتوب سره دپاکستان دشهيد جيلاني خان دجام وروستي نيمايي پړاو  ته لاره وموندله.

دکندهارولايت دورزش  يومسوول دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دي لوبه کې  چې پرون دچمن ښار دلوى سکول په لوبغالي کې وشوه دافغانستان   دکندهار شيرزي ټيم  داحمد زيدان اوجميل احمدپه ځليدو سره ديوې په مقابل کې په دوو سره  دکوچلاغ ټيم ته ماتي ورکړه او ددغو سياليو وروستۍ نيمايي پړاو ته لوړ شو.

دا په دغو سياليو کې دکندهار دشيرزي ټيم پرله پسي  شپږم برياليتوب و .

ددغوسياليو  وروستۍ نيمايي پړاو سبا پيليږي .

دشهيد جيلاني دجام دفوتبال په دغو سياليو کې دافغانستان دکندهار دوو ټيمونو او دپاکستان شپږ نوى  ټيمونه برخه اخيستي  وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته