کابلباختر د اسد٢١
دکورنيو چارو وزارت دپوليسو يوشمير منسوبين اوقطعات چې د دندو په ترسره کولو کې يې وړتيا ښودلې وه ، وستايل شول .
دباخترآژانس دخبر له مخي :
د کورنيو چارو دوزارت د عامه نظم د اوو ګونو لواګانو منسو بين ، دشپږ ګونو زونونو ، دکوماندو د٣٣٣ ،٤٤٤ اود٢٢٢ قطعاتو او دبغلان ،پکتيکا ،ارزګان ، لغمان ،غزني ،زابل او د فارياب د ولايتونو امنيه قومانداني چې ددندو په ترسره کولو کې يې وړتيا ښودلې وه ، د زمري د مياشتې داته ويشتمې دهيواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلورنوي يمې کاليزي په وياړ او د جمهوري رياست له حکم سره سم د بريال دپنځو لومړي درجه مډالونو اود ميړاني دشلو مډالونو په ورکولو سره وستايل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ