کابل – باختر د کب دمياشتې ٦
دفوټبال دبي ګروپ دحذفي پړاو سياليو پرون په کابل کې دجهش او دسباوون دټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې دجهش ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره د سباوون ټيم ته ماتې ورکړه.
دکابل دفوټبال دبي ګروپ دحذفي پړاو سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ