خبرونهټولنه

تېره میاشت له څه باندې ۱۹ زره بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې شوې

کابل، د غبرګولي لومړې نېټه، باختر

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۱۹ زره ۹۷ بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د دغه وزارت د دویمې قطعې له خوا په ننګرهار، تخار، سرپل، بامیان، هرات، فاریاب، لوګر، غور، پکتیکا، بلخ، کندهار، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، په غزني، بادغیس، بدخشان، پروان، پکتیا، هلمند، خوست او سمنګان کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ له ۱۹ زره او ۹۷ بې ځایه شویو، راستنېدونکو، معلولینو او زیانمن شویو کورنیو سره مرستې شوې دي.

سرچينې زياته کړه، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي کېټونه، خېمې، سولري تختې او نغدي کڅوړې شاملې دي، چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې په شفافه توګه وېشل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته