کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
د لغمان ولايت د مرکز په ختيځ اوجنوب ختيځ کې نن سهار د الماس _ ٣٥ په نامه ګډ چاڼيز عمليات د شفق د عملياتو په ملاتړ پيل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دالماس _ ٣٥ په نامه ګډ چاڼيزعمليات دملي اردو، دملي اردو دکوماندودخاصوقطعاتو ، ملي پوليسو ، سيمه ييزو پوليسو اودملي امنيت دمنسوبينوله خوادښه امنيت دتامينولو اود ښيې حکومتوالۍ په موخه نن سهار د لغمان ولايت دمرکز په صافي قلعه ، چهل متي ، شامتي ، محمدخيل ، سنګ توده ، خان قلعه ، شيرالله خان ، او قلعه جوګي دکليو په استقامتونو پيل شوي دي او په برياليتوب سره دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ