امنیت

د پوليسو يو افسر ته د سپکاوي عامل تر قانوني څارنې لاندې نيول کېږي

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د کورنيو چارو وزارت د ملي شورا د يوې غړې له خوا د پوليسو ديوه افسر دسپکاوي څرنګوالى له قانوني مجرى څخه تعقيبوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې: د پوليسو يو افسر پرون د شهيد مسعود د څلورلارې په پوسته کې د ولسي جرګې دتيري دورې دغړې پروين درانې له خوا سپکاوى شوى دى  چې په ټولنيزو شبکو کې دخلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوى دى .
دکورنيو چارو وزارت دوياند ددفتر سرپرست نصرت رحيمي په دې باب باخترآژانس ته وويل چې د ١٣٩٧ کال د کب دمياشتې په ٢٦نيټه دپوليسو دقانون دنهمې مادې د لارښوونې له مخې ؛ پوليسو  دفردي او ټولنيز امنيت د تامينولو په مقصد په لسمې امنيتي حوزې پورې اړوند دشهيد احمدشاه مسعود په څلورلارې کې دوسايطو دکنترول لپاره موظف شوى و چې ددندې په بهيرکې يې د هېواد دولسي جرګې دپخوانۍ وکيلې پروين درانۍ د سپرلۍ واسطه ودرول شوه، خوله بده مرغه دپوليسو افسر ته دپروين درانۍ له خوا سپکاوى وشو او آن ووهل شو چې د الزام په باب بشپړ سندونه شتون لري.
د کورنيو چارو وزارت مشرتابه د کابل امنيه قوماندانۍ ته لارښوونه کړې ده چې  جرم مشهود دى، له دې امله دهېواد د اساسي قانون د ١٠٢ مادې له مخې  دڅارنوالۍ په همکارۍ قضيه وڅيړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته