کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې امینې محمد سره چې کابل ته په سفر راغلې وه، په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې اغلې امینې د حکومت په بېلابېلو بنسټونو کې د اصلاحاتو په خاطر د جمهوررئیس غني د هڅو قدرداني وکړه او د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې او انتخاباتو پروسو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال مرستیالې دغه راز د حکومت په بېلابېلو په ځانګړي ډول د تصمیم نیونې په کچو د ښځو د حضور پر زیاتوالي خوښي وښوده.
جمهوررئیس د ملګرو ملتونو سازمان د سکرترجنرال مرستیالې ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره د دغه سازمان د دوامدارو همکاریو مننه وکړه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټونو کې د اصلاحاتو پر راوستو یې ټینګار وکړ.
پاىجهان يار
0 1 دقیقه لوستل