خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره    

 کابل/ د وري٢٢ مه / باختر

په مسکو کې د اسلامي امارت دیپلوماتانو ته د افغانستان سفارت سپارل د دې ښکارندويي کوي چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره زيات تعامل پيدا کوي.

د باخترآژانس مبصرليکي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلام کړی چې د روسیې حکومت په مسکو کې  د افغانستان  سفارت چارې د اسلامي امارت  له لوري استول شويو ډیپلوماتانو ته سپارلې دي.

دا ښیي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه مشروع دولت په توګه راڅرګندېږي او له نړۍ سره  په مسوولانه ډول د تعامل په حال کې ده  که څه هم په  افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ شاوخوا  اته میاشتې تېرېږي او هېڅ هېواد  په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل دا ښه يي چې په رسمیت پېژندل شوی او د هرې ورځې په تېرېدو سره په اسلامي امارت  د نړۍ والو اعتماد او اعتبار زیاتېږي.

که نن د روسيې حکومت په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ډيپلوماتانو ته سپارلی، تر دې وړاندې پاکستان، ترکمنستان او چين هم په دغو هېوادونو کې د افغان سفارتونو چارې اسلامي امارت ته سپارلي او په یادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه له بهرنيو چارو وزارت څخه دستور ترلاسه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له اسلامي امارت سره  فعاله همکاري وکړي، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو نړیوالو بنسټونو هم په وار سره د افغانستان له نوي نظام سره پر تعامل ټينګار کړى دى.

په لومړي سر کې بهرنيو هېوادونو وېره لرله  چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په شتون سره به د دوی پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شي، دا اندېښنه د ګاونډيو او د سيمې په هېوادونو کې زياته  موجوده  وه، خو اوس حالات بدل شوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسلامي امارت اعتماد او باور زياتېږي.

اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې داسې حل لاره نه لټوي، چې د ګاونډیو او نورو هېوادونو د اندېښنې سبب شي.

په نوي نظام کې افغانستان په متوازن او بې  پرې بهرنۍ تګلارې باور لري او د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ به له ټولې نړۍ سره مخ پر وړاندې لاړ شي، د چارواکو له نظره، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته زیان ونه رسېږي، د اسلامي امارت تګلاره په ټولیزه توګه د ملي ګټو تعقیب او د ارادې په ساتلو له نړۍ سره تعامل دی.

د تېرو کلونو په بهير کې د افغانستان نوم په  ترور، اداري فساد، نشه یي توکو او نورو ناخوالو پورې تړلی و، خو اوس د افغانستان په نوي نظام کې د بهرنی سیاست دا دی چې په نړيوال نظام کې د افغانستان ځاى او عزت بېرته  راګرځول دي چې په  هغه کې د هېوادونو ګټو ته متقابل احترام او د هېوادونو د ګټو ته درناوی يو اصل دی.

اسلامي امارت هڅه کوي د خپل جیوپولیټیک ماهیت له مخې د افغانستان ستونزې او ننګونې حل کړي،  د سیمه ییزو همکاریو لپاره رغنده فضا رامنځته کول د سیمې  او بهر له ګاونډیو هېوادونو سره په تعامل او همکارۍ کې دغه ننګونې او اندېښنې په فرصتونو بدلې کړي، څو د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د افغانستان له حساس دریځ څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان بهرنۍ پالیسي سیمه ییزه همغږي او ښه ګاونډیتوب دی، چې له مخې به  یې په سیمه کې ثبات او د منفي رقابت پر ځای د اقتصادي همکاریو وده وي.  اسلامي امارت ته په کار ده چې د هماهنګۍ مفکوره پياوړې کړي او په دې برخه کې بريالی هم دی، که څه هم د بریالیتوب ګامونه ورو دي خو  ډېر امید شتون لري.

د افغانستان خلک هیله لري چې ګاونډیان او د سیمې هیوادونه د دې پر ځای چې افغانستان د خپلو ستراتیژیکو موخو او نیابتي جګړو لپاره  وکاروي، د همکارۍ مفکورې ته وده ورکړي او په پوره صداقت او ايماندارۍ له افغانستان او د سیمې  نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو او تعامل بحث ته ګډ شي.

افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د مفکورې په تحقق کې بریالی دی، چې پایلې او نښې یې د هرې ورځې په تېرېدو سره روښانه کېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته