امنیت

په کندز کې ددولت دديرشو تنو وسله والو مخالفانو وژل کيدل

کندز  باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
ددولت ديرش تنه وسله وال مخالفان په تيرو  څلورو  ورځوکې دکندز ولايت  دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
د کندز دوالي وياند نعمت الله تيموري دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه  شمير وسله وال مخالفان  دهغو پوځي عملياتوپه بهيرکې وژل شوي دي  چې په تيرو  څلورو ورځو کې د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوام لري.
تيموري وويل  چې دپوځيانو په دغو عملياتو کې   دوسله والو طالبانو دډلې يوشمير قوماندانان هم وژل شوي دي.
تيموري  ددغو عملياتو په بهيرکې  ديوه ملکي وګړي دشهادت  او دشپږو تنو نورو ملکي وګړو  دټپي کيدو يادونه هم وکړه  او دغو ملکي وګړو ته  هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې غوښتل يې  دوژل شويو طالبانو مړي وليږدوي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته