خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلخمري ښار د روښانولو د پروژې چارې پیل شوې

کابل، د وري ۵ مه، باختر

د پلخمري ښاروالۍ په مالي لګښت د  څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د پلخمري ښار د روښانولو پروژې چارې پیل شوې.

د پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې په دې پروژه کې د  پلخمري ښار په درې کیلومتره برخه باندې پایې او ګروپونه نصب کېږي، چې ټول لګښت یې څلورنیم میلیونه افغانۍ دی او د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

د قراردادي شرکت انجنیر محمد رسول وویل، چې د دې پروژې په چوکاټ کې ۶۹ ستنې د پلخمري په درې کیلومټره برخه کې نصب کېږي، چې په هره ستنه کې د ښار د روښانه کولو لپاره څراغونه لګول کېږي او هره ستنه له بلې ستنې څخه ۴۰ متره فاصله لري.

د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر قاري عبدالغیور خادم وویل، چې د ښار روښانه کول د جنايي او امنیتي پېښو په کولو کې هم ګټور ګام دی چې کولای شي د جرمونو کچه ورسره نوره هم کمه شي.

د بغلان اوسېدونکي نجیب الله وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره هم ښار روښانه کېږي او هم امنیتي کمرې چې د پلخمري ښار په بېلابېلو برخو کې لګول شوي د هغو لپاره هم د دید سیمه پراخېږي.

اندړوال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته