نړۍ

ايران دملګر وملتودسازمان دنوى پريکړه ليک تصويب يوه ننداره وبلله .

دايران دقضاييه قوي دبشر دحقوقو دکميټې منشي محمدجواد لاريجاني پرون په ايران کې دبشر دحقوقو دترپښو لاندې کولو په غندلو کې دملګروملتو دسازمان په وروستي پريکړه ليک په کلکه نيوکه وکړه .

لاريجاني دايران دولتي خبري اژانس ته ويلي دي دبشر دحقوقو په نامه يوه ننداره دملګرو ملتودسازمان په رسمې ادبياتوکې زياته شوي ده چې لوبغاړي يي لويديځ هيوادونه دي .

لاريجاني زياته کړه دملګروملتوسازمان دبانکي مون درياست په وخت کې دکمزورتيا ټيټي کچې ته رسيدلي دي .

په خبر کي ويل شوى دى چې دملګروملتو دسازمان عمومي ټولنې ددوشنبې په ورځ ديو پريکړه ليک په صادرولو سره په ايران کې په پراخه توګه دبشر دحقوقو تر پښو لاندې کول وغندل .

دغه پريکړه ليک په داسي حال کې صادريږي چې امريکا اعلام وکړچې دايران پرخلاف نوى بنديزونه لګوي.

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې پرون اعلام وکړ چې دامريکا متحده ايالات پر ايران دزيات فشار دعملي کولو په مقصد دلومړۍ ځل لپاره ددغه هيواد دانرژي په برخه کې بنديز لګوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته