امنیت

شپاړس طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
شپاړس وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغه بريد کې د دښمن جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته