سیاستخبرونهاقتصادTOP

افغان او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې

کابل، د وري ۲مه، باختر

د افغانستان د صنعت او سوادګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د بلخ  والي حاجي محمد یوسف وفا، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت ستر سلاکار محمد ابراهیم حکمت او یو شمېر نورو افغان چارواکو د ازبکستان له ګډ بازار څخه د لیدنې پرمهال له یو شمېر ازبکستاني مسوولینو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړې. 

د یاد بازار مسوولینو افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې که څه هم په  جغرافیوي لحاظ یاد بازار د ازبکستان اړوند دی، خو په اقتصادي لحاظ دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ګډ بازار دی. 

د یادو مسوولينو په وينا دغه بازار، چې د افغانستان او اوزبکستان هېوادونو ترمنځ یو لوی ازاد سوداګریز بازار دی، پکې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او وګړو لپاره هر ډول اسانتیاوې شتون لري او افغان سوداګر کولای شي، چې په یاد بازار کې هر کال څلور ځله خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندې کړي.

د سرچینې په خبره یاد بازار د سیمي په کچه صفري نقطه کې غټ ګډ بازار دی، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او اوزبکستان هېوادونو ترمنځ رامنځته کېږي.

د دغې کتنې پر مهال ازبکستاني مسوولینو د یاد بازار مکمله نقشه، چي ډیزاین او جوړه شوې وه له افغان لوري ته وښودله او اړوندو انجنیرانو یې په تړاو مکمل مالومات وړاندې کړل. 

د یادونې وړ ده، چې دواړو لوریو په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته