کابل باختر دسلواغې ديارلسمه :
دجوزجان ولايت پوليسو نن دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل دغوکسانو دوه شپيته کيلوګرامه اپين دګازو په يوه ډبى کې ځاى پرځاى کړي وو او ديوه کرولا موټر په واسطه يې ګاونډيو هيوادونو ته ليږدول چې دپوليسو له خوا دشبرغان ښار دخراسان پله دسرحدي بندر دکمربند په ساحه کې وپيژندل شول او ونيول شول .
ويل کيږي چې تورن کسان موټر چلوونکي او دهغه ملګرى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ