کابل باختر د وري دمياشتې ١٠ :
په لوګر ولايت کې دسپر په نامه عمليات د اتياتنووسله والو طالبانو په وژل کيدو او ټپي کيدو سره پاى ته ورسيدل .
دلوګرولايت وياند سليم صالح باخترآژانس ته وويل ؛ دغه عمليات د ملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دمنسوبينو له خوااوولس ورځې مخکې دمحمدآغې ولسوالۍ په زرغون ښار، بره کي برک او څرخ ولسواليو کې دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد پيل شوي و چې پرون طالبانو ته د سر په درانده
زيان سره پاى ته ورسيدل.
صالح وايي په دغو عملياتو کې دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، اته ويشت تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې درې کلاشنيکوفونه ، يوه پيکا ، يو بم غورځوونکى ، يوبيم يو ، پنځه لاسي بمونه ، دهاوان اته اتيا پټاقۍ و دکشف پنځه اتيا آلې ، نهه بورۍ چاوديدونکي توکي ، يو کرولا او دوه سراچه ډوله موټرونه ، اووه پرتلې ، دوه دانې بطرۍ ، درې موټرسايکلونه ، يوه بورۍ امونيم نايتريت، درې ايکم مخابرې ، يو سل ډزى ، دوه تومانچې ، يو دوربين ، درې د هاوان ګولۍ ، اويوشميرنورمهمات دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ويل کيږي د دغو جګړو په بهيرکې يو ملکي وګړى و وژل شو او اته تنه نور ټپيان شول او ددغو عملياتو په بهير کې د وه تنه سرتيري شهيدان اوپنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل