امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله لس تنه ووژل شول .

کابل باختر د سلواغۍ دولسمه :
په هغه ځانمرګي بريد کې  چې نن له غرمې وروسته دکابل ښار ددهمزنګ په ساحه کې ترسره شو لس تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دباختراژانس  دخبر له  مخې : دغه بريد نن له غرمې وروسته ددوو بجو په شاوخوا کې ترسره شو .
دپوليسو مقاماتو ويلي دي: ځانمرګي يرغلګر غوښتل چې دعامه نظم دقطعې قوماندانۍ ته ننوځي خو دپوليسو دمنسوبينو له خوا وپيژندل شو او خپل چاويددونکي توکي يې وچول .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت ستر معين جنرال محمد ايوب سالنګي په خپل تيوتر کې ليکلي دي چې په  دې بريد کې لس تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي .
ده ويلي دي چې زياتره  وژل شوي کسان او ټپيان ملکي وګړي وو .
دغه ځانمرګى بريد ددهمزنګ څلور لارې ته څيرمه واټ کې هغه وخت وشو چې په دغه وخت کې  دخلکو تګ راتګ  پکې زيات وي . 
کابو دوه اوونۍ مخکې په يوه ځانمرګي بريد کې چې له موټر څخه په استفادې  سره په دارالامان واټ کې ترسره شو اته تنه ووژل شول اوشل تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ ف _ اکرم
څه دپاسه لس زره تنه پناه غوښتوونکي ماشومان په اروپا کې بې درکه شوي دي .٣٦-بروکسل  باختر د سلواغۍ دولسمه :
  داروپا داتحاديې دپوليسو داطلاعاتو دفتر يوروپل  ويلي دي چې په تيرو  دوو کلونوکې څه ناڅه لس زره تنه ماشومان اروپا ته له رسيدو وروسته  ښايي بې درکه شوي وي .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :ديوروپل  رييس برايان دونالد ويلي دي چې يواځې په ايتاليا کې کابو پنځه زره تنه تنکي ځوانان بې درکه شوي دي .
يوروپل  دجنايتکارو بانډونو له خوا له دغو ماشومانو څخه دجنسي استفادې په نسبت خبر دارى ورکړى دى .
دونالد ويلي دي چې يوروپل  په دې نه پوهيږي چې دغه ماشومان په کوم ځاى کې دي اوڅه کار  کوي .
ماشومانو دژغورنې په نامه خيريه سازمان ويلي دي چې کابو شپږ ويشت زره تنه مهاجر ماشومان تيرکال  له کورنۍ پرته اروپا ته تللي دي .
ديوروپل دڅرګندونو له مخې: په  اروپا کې دانسان په قاچاقو کې فعالو جنايتکارو ډلو همدا اوس په پناه غوښتوونکو بريدونه کړي دي .
دمهاجرت دنړيوال سازمان وياند ويلي دي :که څه هم دلسو زرو تنوبې درکه شويو ماشومانو شمير له عصبانيت  ډک شمير دى خو حيرانوونکى نه دى .
دمهاجرت دنړيوال سازمان دغه مقام هيله کړې ده چې داروپا  اتحاديه ددغو ماشومانو په پيداکولو کې مرسته وکړي چې دوى وکولاى شي بيا له خپلوکورنيو سره  يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته