کاباختردجوزا ١٣
په بغلان ولايت کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې اووه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
دبغلان ولايت د ترافيکو مدير سمونمل سيدمحبوب سادات باخترآژانس ته وويل: يو سراچه ډوله موټر چې اته تنه پکې سپاره وو؛ د دوشي ولسوالۍ په زردسنګ ولسوالۍ کې له يو کرولا موټر سره ټکروکړ چې له امله يې سراچه موټر له واټ څخه واوښت او په سيندکې وغورځيد.
سادات زياته کړه: ددغه موټر له اتو تنو سپرليو څخه چې دبلخ ولايت ته روان وو؛ يوه دولس کلنه نجلۍ له مرګ څخه بچ شوې او ټپي شوې ده . خو دموټر چلوونکى په ګډون نورې سپرلۍ په سيندکې ډوبې شوې او وژل شوې دي.
ديو بل خبر له مخې: دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ دغورځنګ په ساحه کې پرون د ترافيکې پيښې له امله دوه تنه ووژل شول اوڅلورتنه نورټپيان شول.
د دوشي ولسوال شمسالدين سرحدي باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه له يوهينو موټرسره دکرولا موټر د ټکر زيږنده ده .
دپلخمري روغتون د جراحۍ دڅانګې موظف ډاکترکريم داد سکندري د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب نه بولي.
0 1 دقیقه لوستل