امنیت

د ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤
د فارياب ولايت د نوى کابل بانک په وړاندې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول.
د فارياب ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماين چې په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و؛ د نوى کابل بانک د نماينده ګۍ په وړاندې وچاوديد چې په نتيجه کې يې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ټپيان روغتون ته وليږدول شول او د هغوى روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: په دې اړوند د امنيتي مسوولو مقاماتو تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته