امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
په ننګرهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړې نن سهار د لعل پورې ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو په کاروان ډزې وکړې.
د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو پيښوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر د سر د زيان له زغملو وروسته له ساحې څخه وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته