امنیت

د لوګر والي د موټر بم له برید څخه روغ رمټ ووت

پل علم باختر د مرغومې ۳۰ مه
نن سهار شاوخو لس بجې او پنځلس دقیقې د لوګر دروازې په سیمه کې د لوګر د والي په موټریز کاروان د موټر بم چاودنه وشوه چې له یاد برید څخه والي او د ملي امنیت رئیس روغ وتلي، خو څلور تنه ساتوونکي یې شهیدان شوي دي.
دغه پېښه هغه مهال وشوه چې د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی او د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس برید جنرال امیرجان الکوزی له کابل څخه د لوګر پر لور روان وو.
د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي د باختر آژانس له سیمه یيز خبریال سره په خبرو کې ویلي چې له یاد برید څخه روغ رمټ وتلی دى.
په همدې حال کې د والي ویاند شمشاد لاروی وايي چې په یاد برید کې د والي ٨ تنه ساتوونکي او سرتېري شهیدان شوي او ١٠ تنه نور ساتوونکي او سرتیري ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته