اقتصاد

تراوسه په هېواد کې درې میليونه جريبه څړځايونه ثبت شوي دي

 کابل/ د وږي ۱۰مه / باختر
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت، په هېواد کې د څړځايونو د سروې، نښه کولو او ثبت بهير په دوام ٤٦ زره ٢٣٥ جريبه څړځايونه د ننګرهار په مربوطاتو کې ثبت کړي دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د څړځايونو د سروې، نښې کولو او ثبت بهير له پيله تراوسه د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې کابو درې میليونه جريبه څړځايونه ثبت کړي دي .
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت د څړځايونو د سروې، نښې کولو او ثبتولو پروژې په تطبئق سره د افغانستان د خلکو د ملي شتمنۍ په توګه څړځايونو څخه د مطلوبې  استفادې لازمه زمينه برابره کړې ده او د اقتصادي او مالدارۍ د خودکفايۍ د ودې د ښو شرايطو په برابرولو سره به د خلکو په ژوندانه کې بنسټيز بدلونونه رامنځته کړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته