سیاست

جمهور رئیس غني په کابل کې د عربي متحده اماراتو د شهید شوي سفیر زوی سره غمشریکي وکړه

کابل باختردلړم دمياشتې ١٨ نيڼه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې پلازمېنه ابوظبۍ کې غدیرجمعه الکعبي سره په کتنه کې نوموړي ته د هغه د پلار د شهادت تسلیت ووایه.
د  جمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو پخواني مستشار مبارک سالم الساعدي چې په کندهار کې په تروریستي پېښه کې ټپي شوی وو، هم حضور درلود او جمهور رئیس د هغه       په روغتیايي حالت خوښي وښوده.
جمهور رئیس غني د شهید شوي سفیر مشر ځوی غدیر جمعه الکعبي ته وویل : تېر ځل عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال مې په افغانستان کې د شهیدو شویو ډيپلوماتانو کورنۍ له نږدې ولیدې او د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب مې دوی او د عربي متحده اماراتو حکومت ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او خوښ یم چې دا ځل تاسو له نږدې وینم او تاسو، ستاسو کورنۍ او د اماراتو حکومت ته د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
په افغانستان کې د اماراتو مخکېني مستشار مبارک سالم الساعدي له جمهور رئیس څخه په مننې سره  وویل: په افغانستان کې دنده او ماموریت زموږ لپاره عزت وو او افغانان زموږ وروڼه دي او موږ د خپل هېواد مشرتابه څخه مننه کوو چې دغه مهم ماموریت یې راسپارلی وو.
محمد اشرف غني د عربي متحده اماراتو خلکو او حکومت څخه په مننې وویل، دوی تل دافغانستان حکومت او خلکو سره ودرېدلي. هغه زیاته کړه، د افغانستان او عربي متحده اماراتو ملتونه سره وروڼه دي او د دوی دوه اړخیزې اړیکې به لا پیاوړې شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د عربي متحده اماراتو مخکېنی او شهید شوی سفیر د افغانستان د حکومت او خلکو ډېر نږدې دوست او همکار وو، موږ یې د خدمتونو قدرداني کوو. یو ځل بیا یې د عربي متحده اماراتو شهید شوي سفیر او د ډيپلوماتانو کورنیو ته تسلیت ووایه.
په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د مخکېني شهید شوي سفیر زوی د جمهور رئیس غني له غمشریکۍ او ډاډګېرنې څخه په مننې سره وویل: دا زموږ لپاره لوی ویاړ دی.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته