سیاست

دانتخاباتو په باب دپوهاوي د ورکولو غونډه جوړه شوه

کابلباختردميزان١٤ دراتلونکو انتخاباتو په باب دپوهاوي ورکولو په مقصد غونډه نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو د چارو د معينيت او دګړندۍ مرستې او پرمختيا دموسسې له خوا جوړه شوه . دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونده کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوا نانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي په راتلونکو انتخاباتو کې دځوانانو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل ، ځوانان د هيواد دانتخاباتو په بهير کې اساسي رول لري. دا مهمه نده چې تاسې چا ته رايه ورکوى بلکې مهمه دا ده چې تاسې دهيوا د، ولايت ،لسوالۍ اويا دکلي په کچه رايه ورکوى . ده زياته کړه : تاسې کولاى شي نور ځوانان هم وهڅوى چې درايو مرکزونو ته لاړ شي اود جمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو کانديدانو ته رايه ورکړي . ده وويل : په ځينو ولايتونو او ولسواليو کې نجونو ته اجازه نه ورکوي چې مکتب ته لاړي شي اود انتخاباتو په بهيرکې ونډه واخلي او رايه ورکړي ، نجونې اوهلکان مساوي حق لري او کولاى شي په انتخاباتو کې ارزښتناک رول ولوبوي . په دې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د عامه پوهاوي رييس ډاکتر صفي الله جلالي دهغو توپيرونو په باب چې په تيرو او راتلونکو انتخاباتو کې شته معلومات ورکړل او ويې ويل دخلکواو دانتخاباتو دکميسيون تجربې دپخوا په پرتله زياتې شوې دي او يوڅه يې زده کړې دي خو بايد وويل شي چې اوس هم په دې برخه کې پاخه شوي نه يو . ده زياته کړه اوس هم زموږخلک دانتخاباتو دبهير په باب زيات پوهاوي ته اړتيا لري . دشفافو اوعادلانه انتخاباتو دټولنې رييس محمدنعيم ايوبي هم په دې غونډه کې وينا وکړه او ويې ويل موږ په داسې حالت کې يو چې آن هغوکسانو ته چې دانتخاباتو په کميسيون کې کار کوي امنيتي تضمين نشته په دې غونډه کې د مدني ټولنې يوتن فعال سيف الله سادات دغونډې په جمعبندي لاس پورې کړ او ويې ويل له ستونزو څخه د وتلو يوازيني لاره دانتخاباتو په بهير کې ګډون دى او تاسې چې هر چاته رايه ورکوي دا ستاسو حق دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته