سیاست

د ښځو چارو وزيره: په کابينه کې د ١٦تنو ښځينه وزيرانو شتون بې سارى دى

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري په هغې غونډه کې چې د مور د ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت د زينب نندارې په تالارکې جوړه شوې وه، وويل چې د حکومت په کابينه کې د ١٦ تنو ښځينه وزيرانو شتون بې سارې دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې:
دلبر نظري په دې غونډه کې په ټولنه کې د ښځو او ميندو د رول په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: افغان ميندو له زياتو ستونزو سره سره تل  هڅې کړې دي چې خپلې کورنۍ  او ټولنې ته د خدمت جوګه شي .
دې زياته کړه: د ښحو چارو وزارت په ټولنيزو فعاليتونوکې د ښځو او ميندو د شتون او د ميندو د ستونزو د لرې کولو په خاطر زياتې هڅې کړې دي چې په ټولنه کې د ښځو کارنده شتون د دې ادعا ثبوت دى .
ده زياته کړه: موږ په داسې شرايطوکې د مور ورځ نمانځو چې د افغان ميندو سوله غوښتوونکي پيغام پياوړى شوى او د ښځو حقوقو د مدافعو بنسټونو  په شعارونوکې په وار وار تکرار شوى دى چې په وسله والو نښتوکې ښکيل لوري  له جګړې څخه خلاصو سياستونو ته وهڅوي .
په دې غونډه کې د جمهور رييس سيلاکارې ملالۍ شينوارۍ د جمهور رييس هغه پيغام چې د مور ملي ورځې په مناسبت ليکل شوى و؛ ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: (افغانان د دې حق لري چې د ښځو حقوقو په اړوند د تېرو کلونو په لاسته راوړنو ووياړي او دا هم يو څرګند حقيقت دى چې لا تراوسه پورې  په دې سفرکې اوږده لاره په مخکې لرو. )
په پيغام کې ويل شوي دي: د مور ورځ، د ښځې نړيواله ورځ او نور مناسبتونه يواځې د مبارکۍ ويلو لپاره نه وي، بلکې د ښځو د انساني حقوقو د تحقق او د هغو ستونزو  د ارزونې لپاره يو فرصت وي چې په دې اړوند شتون لري .
دغه راز ګل مکۍ د اجراييه رياست پيغام هم ميندو ته وړاندې کړ چې په هغه کې ويل شوي دي: (د اسلام مقدس دين له نورو اديانو څخه زيات ميندو ته ستر مقام او عظمت ورکړى دى  او د هغوى حقوق يې له نورو څخه آن له پلار څخه زيات په پام کې نيولي دي. ځکه مور دټولنې جوړونکې او ښوونکې ده چې کولاى شي يو شخص نېکمرغي او کمال ته ورسوي او يا له فلاکت او بدمرغۍ سره   مخامخ کړي. له همدې امله څومره چې د ميندو حقوق درنده دي، ستر او حساس مسووليت هم په غاړه لري.)
په دې غونډه کې يوشمېر هغه مبارزې او اتلې ميندې چې له ځانه يې وړتيا ښودلې وه؛ وستايلې شوې .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته