ټولنه

دهلمنددبريښنا مسوولين : ډير زر په هلمند کې دبريښنا بهيربيا تامين شي.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دهلمنددبريښنا د ادارې مسوولين وايي چې ډير ژر به  د دغه ولايت د بريښنا بهير بيا تامين شي .
دغه خبرې په داسې حال کې کيږي چې څه دپاسه  دوه اوونۍ کيږي چې په دغه ولايت کې د بريښنا بهير شليدلى دى .
ويل کيږي چې په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ دنښتې په بهير کې د بريښنا يو مزى غوڅ شوى دى .
دهلمنددبريښنا رييس انجينر حفيظ الله باختر آژانس ته وويل :  چې د  دوى انجينيران پرون بريالى شول په سنګين کې دغوڅ شوي مزي د ترميم لپاره کار
پيل کړى.
ده  وويل ،  د طالبانو دشتون او ددغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دنا امنيو له امله تراوسه پورې دمزې دتمديد لپاره دغو سيموته تلل ناممکن و.
دهلمند دځينو سيمو او دقندهار ولايت بريښنا دکجکى د بريښنا له بند څخه ترلاسه کيږي چې اوس د مزي د غوڅيدو له امله بريښنا نشته.
دهلمنددبريښنا رييس وايي تر دوو يا دريو ورځو پورې به د بريښنا ستونزه لري شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته