امنیت

لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دملي دفاع وزارت  وايي چې د يولړ چاڼيزو عملياتوپه بهير کې لس ډار اچوونکي  ووژل شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن ديوې خبرپاڼې  په خپرولو سره  ليکلي دي .  دهېواد دفاعي ځواکونو په تېرو  ٢٤ساعتو په بهير کې دقندهار ، جوزجان ، فراه او دفارياب په ولايتونوکې يولړچاڼيز عمليات  ترسره کړل . چې په پايله کې يې  لس ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول  او ددښمن  يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته