کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دملي دفاع وزارت وايي چې د يولړ چاڼيزو عملياتوپه بهير کې لس ډار اچوونکي ووژل شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي . دهېواد دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ساعتو په بهير کې دقندهار ، جوزجان ، فراه او دفارياب په ولايتونوکې يولړچاڼيز عمليات ترسره کړل . چې په پايله کې يې لس ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس نور ټپيان شول او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ