امنیت

شپږ اتياتنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
دملي اردو ځواکونو پرون د هېواد په لسو ولايتونوکې د چاڼيزو عملياتوپه بهير کې ٨٦ تنه ډاراچوونکي وځپل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو منسوبينو دغه عمليات دننګرهار، خوست ،پکتيکا، لوګر، غزني ، قندهار، سرپل، فارياب، تخار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يي دڅلويښتو تنو داعشيانو په ګدون ٨٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ د څلورو څلويښتو تنو داعشيانو په ګدون اووه څلويښت تنه تپيان او دوه نوي تنه نور ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن  يوه اندازه وسله او مهمات، دوه پنځوس موټرسايکلونه او يوه اندازه تبليغاتي پاڼې ترلاسه شوې دي او څلويښت موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي
د يوبل خبر له مخې: ددغو عملياتو په بهير کې چې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول د ملي اردو نهه تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته