ښوونه او روزنه

شپږ سوه تنو زده کوونکو ته دزده کړې مناسب ځاى برابر شو

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دتخارولايت  درستاق ولسوالۍ دګذرقلعه دمنځني ښوونځي دودانۍ کار
بشپړ او پرون ګټې اخيستې ته وسپارل شو.
دتخار ولايت دپوهنې رئيس سيدعنايت الله نويد دباخترآژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ دآلمان دپرمختيايي بانک په مرسته  دڅلور سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت   جوړه شوې ده.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ دغه ودانۍ  اته درسي  ، څلور اداري  خونې ، دکمپيوټر خونه او لابراتوار  اودښوونځي دساتوونکو لپاره يوه خونه ،  د انګړ ديوال ، دڅښاک داوبو يوه څاه ، داوبو يوه زيرمه  او واټرپمپ لري .
ددغې ودانۍ  دپرانستلو په مراسمو کې  دپوهنې رئيس ، درستاق ولسوال ، په تخار کې دآغا خان  دټولنې استازى ، دآلمان دهېواد استازى او د دغه  ولايت مشرانو ګډون کړى و.
دتخارولايت دپوهنې رئيس  له همکارو موسسو اوپه تيره بيا دالمان دپرمختيايي بانک او دآغاخان له ټولنې څخه  د مننې په ترڅ کې وويل چې دښوونځيو دودانيو د جوړولو په برخو کې يې ښه همکاري کړې ده او دسيمې له مشرانو څخه يې وغوښتل چې دپوهنې په ټولو برخو  اوپه تيره بيا  ښوونې او روزنې او دښوونځيو  دودانيو په جوړولو کې خپله اسلامي او انساني ونډه ترسره کړي.
دتخار دپوهنې مسوولينو  ژمنه وکړه  چې دښوونځيو دبيا رغاونې او جوړولو کار يې کړندى کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته