کابل باختر دليندۍ شلمه :
په روزګان ولايت کې ١٤ تنه وسله وال طالبان په درېيو جلا جلا پېښوکې ووژل شول .
لومړۍ پېښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې دهوايي ځواکونو الوتکو دروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه د طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې بريد کې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او له ټولو جنګي وسايلو سره يې د دوى پټنځاى دړې وړې شو .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په روزګان ولايت کې پر دوو ډلو وسله والو طالبانو په بريدکې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل.
دغه پېښې تېره شپه د چورې او د چنار پور په ولسواليوکې هغه وخت رامنځته شوې چې وسله وال طالبان په واټ کې د ماين په ښخولو بوخت وو .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل