اقتصاد

په پکتیکا کې د نوي کابل بانک بلې څانګې هم په کار پیل وکړ

ښرنه باختر د وږي ۱۲ مه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ په دننه کې د نوي کابل بانک بلې څانګې هم نن په کار پيل وکړ.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یادې څانګې د پټې پرې کولو په مراسموکې د کابل بانک له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنه یې ومنله او پکتیکا کې یې د خپلو بانکي خدمتونو د لا چټکوالي په موخه بله څانګه پرانستله.
وحدت وویل، په دې سره به د پکتیکا ولسونه او ملي پولیس دواړه له زیاتو اسانتیاوو برخمن شي او په اسانۍ سره به خپل معاشونه اخلي.
ده زیاته کړه چې هڅه کوي ترڅو د نوي کابل بانک او غزیزي بانک څانګې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته هم وغځوي.
په پکتیکا کې د کابل بانک مسوول پیر محمد بشري وايي: دغه څانګه څلور تنه صرافان، یو مدیر او یو مرستیال لري چې دوی به د ملي پولیسو په خدمت کې خپلې چارې په سم ډول پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په پکتیکا کې دوه بانکونه، عزیزي بانک او کابل بانک خپل فعالیتونه پرمخ وړي او ولسونو ته خدمات وړاندې کوي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته