کابل باختر دتلي شپاړسمه
دکابل دميلاد په مناسب د کابل ښار په دولسمه ناحيه کې يو لړ ورزشي سيالۍ ترسره کيږي .
باختر اژانس ته دالمپيک دملي کميټې دويندوى مجيب الرحمن رحماني دمعلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې دبايسکل ځغلول اتلانتيک يا دسلو مترو ، دوه سوه مترو ، پنځه سوه مترو ځغاسې او دکرکټ او واليبال ، باسکتبال او توره وهلو څانګې شته چې نارينه او ښځينه ورزشکاران پکې ګډون لري .
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو د فدراسيون درييس محمد صادق صادقي دڅرګندونو له مخې، دغه سيالۍ دکابل ښاروالۍ ددولسمې ناحيي له خوا دالمپيک دملي کميټې د بايسکل ځغلولو فدراسيون په همکارۍ ترسره کيږي .
ديادونې وړ ده چې نجونې به يواځي دبايسکل ځغلولو واليبال او باسکتبال په څانګو کې ګډون وکړي .
1 1 دقیقه لوستل