اقتصاد

د آقينه بندر تړل زيات زيانونه رامنځته کوي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
د آقينې بندر په تړل کيدو سره په سلګونو ټنه تجارتي مالونه بند پاتې دي.
آقينه بندر د افغانستان له سترو تجارتي بندرونو څخه دی چې د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ او له ترکمنستان سره په پوله کې موقعيت لري .
د باختر آژانس دخبرله مخې: يوه اوونۍ کيږي چې دملي اسلامي غورځنګ  پلويانو د نظام الدين قيصاري د نيولو په اعتراض کې په دغې ولسوالۍ کې د آقينې بندر تړلى دى چې د دغه بندر په تړل کيدو سره په سلګونو ټنه تجارتي مالونه بند پاتې دي.
دغه بندر تېرکال د افغانستان او ترکمنستان د جمهورو رئيسانو له خوا پرانستل شو او افغانستان ته يې د زياتې سوداګرۍ زمينه برابره کړې ده او پاکستان ته د افغانستان تجارتي تړلتيا يې لږه کړې خو اوس دغه بندرتړلى دى او د جنرال دوستم پلويان وايي چې ترهغه وخت پورې چې د مرکزي حکومت له خوا د دوى غوښتنې نه وې منلې شوي، آقينه بندر به خلاص نه کړي.
يو سوداګر وايي چې د آقينې بندر په تړل کيدو سره په سلګونو کوچني او ستر بار وړونکي موټرونه دريدلي دي.
دوى وايي: که چيرې حالت دغه شان دوام وکړي، هم موږ او هم دولت زيات تاوان وکړي .
په همدې حال کې د وسايطو چلوونکي هم له جدي ستونزو سره  مخامخ دي او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوى ستونزې وڅيړي.
پاى ج ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته