ټولنه

دکندز خلکو له دولت سره ملاتړ اعلام کړ .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دکندز ولايت دقلعه ذال  ولسوالۍ خلکو پرون ديوې غونډې په ترڅ کې له دولت سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دکندز ولايت دقلعه ذال ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمنان دباختراژانس خبريال ته وويل: دقلعه ذال ولسوالۍ خلکو له طالبانو سره دجدي  مبارزې غوښتنه وکړه او له امنيتي او دفاعي ځواکونو او وګړنيو پاڅون کوونکو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
  ده وويل: دقلعه ذال ټول اوسيدونکي چمتو دي چې دطالبانو په وړاندې ودريږي او دامنيتي ځواکون تر څنګ دخپلو سيمو دفاع وکړي .
ده وويل وسله والو طالبان دروژې په مبارکه مياشت کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
په دې غونډه کې د قلعه ذال  ولسوالۍ د نورو په استازيتوب يو تن سپين ږيري خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې ولسوالۍ ټول خلک غريبکاره دي او غواړي په سوله او امنيت کې کار اوژوند وکړي او په همدې مقصد په دغې ولسوالۍ کې ټول ميشت قومونه راټول شول  چې دخپل ولسوالۍ د امنيت په تامينولو کې رول ولوبوي .
په دې غونډه کې په قلعه ذال کې دوګړنيو پاڅون کوونکو قوماندان محمد نبي هم په خپلو خبرو کې وويل چې نور دهېواد او خلکو دښمنانو ته  دفعاليت اجازه نه ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته