امنیت

په جوزجان کې وسله والــو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١١  :
د جوزجان ولايت په درز آب کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت .
د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه ١٠ تنه نورټپيان شول.
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمرعبدالحفيظ خاشي باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې چې له پرون را په دې خوا دوام لري؛ لس تنه  طالبان وژل شوي او څه ناڅه لس تنه نوريې ټپيان شوي دي او دغه راز دپوليسو يو سرتيرى هم ټپي شوى دى .
خبـــرځاى وويل: ټاکل شوې ده افغــــان هوايـــي ځواکــــونه هم د وسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه پيل کړي او د درزآب ولسوالۍ امنيت تامين کړي .
ويل کيــــږي؛ د درزآب  ولسوالۍ په اړوندو کليوکــې خورې ورې نښتې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته