کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د وسله والو طالبانو يو مهم غړى تېره شپه په فارياب کې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا سراج له خپلو دوو ملګرو سره د فارياب د شيرين تګاب په تورت ګل سيمه کې د پوځيانو په کمين کې ووژل شو او د هغوى وسلې د پوځيانو لاس ته ورغلې دي.
خبرځاى زياته کړه چې ملا سراج په شيرين تګاب، دولت آباد او خواجه سبزپوش ولسواليوکې تروريستي فعاليتونه ترسره کول.
ختم- ج -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ