امنیت

ديارلسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د وري پنځلسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په هرات ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه جګړه پرون ناوخته په شينډنډ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو په طالبانو بريد وکړ .
  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل چې دغه جګړه د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې رامنځته شوې ده.
  ده وويل: په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
  ويل کيږي؛ جګړه په طالبانو د پوځيانو د بريد په بهيرکې رامنځته شوې ده.
د هرات د والي وياند وايي: په دې جګړه کې سرتيرو او د سيمې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته