ورزش

د فوټسال څلور لوبې ترسره کيږي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د رمضان د جام د فوټسال د سياليو حذفي پړاو نن شپه په څلورو لوبو سره پيليږي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې د طلايي ښارګوټى ټيم د شمال د يارانو له ټيم سره، د صديقي ټيم د اميد ميهن له ټيم سره ، د نيکزاد ټيم د توفان د ځوانانو له ټيم سره او د ګذرګاه ټيم د عقاب له ټيم سره لوبې کوي .
د قيومي دڅرګندونو له مخې: د رمضان د جام د فوټبال سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د څلور شپيتو ټيمونو په ګډون د بدني روزنې او سپورت په جمنازيوم کې پيل شوې وې چې لومړى پړاو يې تېره شپه پاى ته ورسيد او نن شپه يې حذفي پړاو پيليږي.
د قيومي دڅرګندونو له مخې: د تيرې شپې په سياليوکې د ګام پيروزي، فيصل شريف، د مکرويانو د ځوانانو، عقابانو، عقاب او د استقلال آريا ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته