کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :
دوه تنه وسله وال طالبان پرون په بغلان ولايت کې د تيلو د يوه شخصي ټانکر د غلا کولو په وخت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو وسله والو طالبانو د دغه ولايت د خواجه الوان دښتې له ساحې څخه د تيلو د يوه شخصي ټانکر د غلا کولو په وخت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دويمې لوا د شپږم کنډک دمنسوبينو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې درې تنه نور وسله وال طالبان ټپيان او ټانکر د جګړې په بهيرکې وسوځيد.
پاى ذ کرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ