سیاست

د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون او جمهور رئیس حامد کرزي ټیليفوني خبرې وکړې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٢:
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون نن مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته  خبر ورګړ :
په دغو خبرو کې دواړو مشرانو د سیمې پر حالاتو او له تروریزم سره د مبارزې په هکله د نظر تبادله وکړه او د تروریزم خلاف صادقانه مبارزه یې زموږ د منطقې لپاره ضروري وبلله.
همدارنګه د بریتانیا صدراعظم د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي پړاو انتخاباتو د بریالي تر سره کېدو د ستایلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ددغو انتخاباتو دوهم پړاو هم په کامیابۍ تر سره شي.
د هېواد جمهور رئیس ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان ويښ  ملت به په دوهم پړاو کې هم پخپل پراخ ګډون سره دغه پروسه کامیابه کړي او خپل نوی جمهور رئیس به د خپلو رأیو په واسطه وټاکي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته