امنیت

په کاپيساکې يو وسله وال مخالف ووژل شو

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
په کاپيسا ولايت کې په چاوديدونکو توکو بار د يو موټر سايکل د چاودنې له امله يو وسله وال مخالف ووژل شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي:
د دولت وسله والو مخالفينو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سايکل د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د زيارت کلي په ساحه د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په مقصد چمتو کړى و چې هدف ته له رسيدو مخکې په خپله په وسله والو مخالفينو وچاوديد چې له امله يې يو وسله وال مخالف ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.
ديوبل خبرله مخې :
دوه تنه ډار اچوونکي د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په تور د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شول او له دوى څخه يوه کرولا موټر او وسله هم ترلاسه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته