ټولنه

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کميسيون لومړنۍ غونډه و کړه.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کميسيون لومړنۍ غونډه و کړه.
ددغه کمسیون لومړنۍ ناسته چې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان په مشرۍ ترسره شوه، د نهو وزارتونو او دولتي ادارو استازو په کې ګډون درلود.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
انجینیر محمدخان د کمسیون پرټولوغړوغږ وکړ ترڅو د روان ژمي لپاره داسې چمتو والی ونیسي چې د هیواد په ټولو برخو کې احتمالي بېړنیو پېښو ته لازمې رسیدګي وکړای شي.
دغه کميسیون د وزيرانو شوری له پرېکړې سره سم دبيلابيلوپه وزارتونو او خپلواکو اداراتو کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د کارونو د توحيد په خاطرجوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره په يوې ځانګړې او مشخصې مرجع په رامنځ ته کولو خبرې وشوې.
د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزير ويس برمک وويل: د يوې واحدې او همغږي کوونکي رهبري نه شتون، د دې لامل شوی چې د بيلابيلو وزارتونو او ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل ترڅنګ يو شمېر نورې ستونزې راولاړې کړي دي.
برمک وویل: د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره تر هغه چې اجرائيوي صلاحيتونه ورته ورنه کړل شي، نه شي کولای چې په دې اړه د دولت له لارښوونو سره سم او د هېوادوالو غوښتونو ته پر وخت او مناسب ځواب ورکړي.
ده زياته کړه، د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره باید وزرات ته لوړه شي تر څو په هیوادکې د پېښېدونکو طبعي پېښو ته په ښه توګه رسیده ګي وشي.
د طبعي پېښو لپاره د تابیا نیولود کميسيون مشر او د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان د غونډې د نورو ګډونوالو نظرونو ته په کتلو سره د غونډې ټولو ګډونوالو ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه د ټولو خواوو صلاحيتونو، تشکليلاتو او د کاري ساحې په اړه بشپړ او هر اړخيز راپور د کميسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي، تر څو په دې اړه ټولو راپورونو او نظرونو ته په کتلو سره په راتلونکي غونډه کې د دې وزارت د تشکيل او صلاحيتونو وروستۍ پریکړه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته