ټولنه

په بلخ کې دکارګرو ماشومانوشميرزيات شوى دى

کابل باختردتلې دمياشتې ١٨نيټه :
دبلخ ولايت دماشومانو ملاتړ کوونکي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د بيوزلۍ  او وزګارتيا له امله  په واټونو کې د   کارګرو او بې سرپرستو ماشومانو شمير زيات  شوى دى .
داکتوبر دمياشتې اتمه نيټۀ په نړۍ کې  دماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
دباخترآ ژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دماشوم دنړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې چي پرون په مزارشريف ښارکې   جوړه شوه  په بلخ ولايت کې دماشومانو د بنسټ مسوولې کريمې  کريمي وويل ؛  چې ددغه بنسټ دکارکوونکو درپوټونوله مخې  په واټونو  کې دکارګرو ، بي سرپرستو او بيوزلو ماشومانو شمير  دتيرکال په پرتله زيات شوى دى .
په دې غونډه کې يوې مور بي بي آمنې دماشوم دبنسټ دهمکاريو له امله  چې ماشومانو ته يې برابروي مننه اوقدرداني وکړه او ويې ويل ؛چې دبيوزلۍ له امله  ښوونځي ته دخپلو ماشومانو دورتګ لپاره دضروري وسايلو دپيرودلو توان  نلري .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته