امنیت

دداعش دډلې څلويښت تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر دکب اووه ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دملي اردو دخاصو قطعاتو په ځانګړو عملياتو کې دداعش دډلې څلويښت تنه غړي وژل شوي اووه څلويښت  ډول ډول ماينونه کشف او شنډې او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي اردو دخاصو قطعاتو دلومړي کنډک  پرسونل  دننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دهوايي قوتونو په ملاتړ ځانګړي عمليات پخوا پيل کړي و چې له امله يې  دتپه جنجالي ، اسمايي ، دميدان ، بهادر بابا او دبندرک کليو او دبهادر بابا او تپه جنجالي دلويديځ  شاوخوا دداعش دتروريستي  ډلې له شتون  څخه پاک شوي دي .  چې په نتيجه کې دداعش دډلې څلويښت غړي وژل شوي چې ددوى زياتره تجهيزات له منحۀ تللي دي او ددوى څلور سپکې  وسلې دملي اردو دخاصو قطعاتو دلومړي کنډک دپرسونل لاس ته ورغلي دي او دغه راز دوسايطو  ضد پنځلس ماينونه او دپرسونل  ضد ٣٢ ماينونه هم ددغو عملياتوپه بهير کې  کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديادونې وړ ده چې ددغو عملياتوپه بهير کې  دملي اردو دخاصو قطعاتو دلومړي کنډک پرسونل اوملکيانو ته کوم زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته