امنیت

په ننګرهار کې دجنګي وسايلو د يوې ډيپو کشف او د يولړ چاودنو مخنيوي

-کابل باختر د  وږي   اتلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه.
دغه ډيپو چې د اچين ولسوالۍ په ګوشتل کلي کې د طالبانو په  يوه اډه کې وه؛ د پوليسو د ځواکونو د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې کشف او ترلاسه شوې ده.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خپريال ته وويل چې په دې ډيپوکې لاسي بمونه، چاوديدونکي توکي، توغندي ويشتوونکي او ځينې پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې وسله والو طالبانو له دغې ډيپوڅخه په خپلوتروريستي بريدونوکې استفاده کوله.
د يوبل خبر له مخې: پوځيانو د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: لومړى دغو ځواکونو پرون ناوخته داچين ولسوالۍ په لاره کې درې ماينونه کشف او شنډ کړل.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې دغه ماينونه د داعشيانو له خوا داچين ولسوالۍ په لاره کې ځاى پرځاى  کړي شوي و.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د پوليسو ځواکونو د روداتو او کوټ په ولسواليو کې هم د څه ناڅه څلورو چاودنو مخه ونيوله .
پوليس وايي چې وسله والو طالبانو څلور ماينونه د روداتو اوکوټ د ولسواليو په لارو کې ځاى پرځاى کړي و .
ويل کيږي چې دغه ماينونه د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ  د پوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته