کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
په پکتيا ولايت کې له يوسلو څلويښتو بيوزلو ،يتيمو او کونډو ښځو سره ژمنۍ مرستې وشوې.
دبيات د ټولنې رييس سناتور احسان الله بيات باختر آژانس ته وويل : په دغو مرستو کې اوړه ، وريجي ، شړۍ ، د ژمنيو جامو بشپړ سيټ او کوښې شته چې په بيوزلو کورنيو وويشل شوې .
د ده دڅرګندونو له مخې : په هرې کورنۍ يوه پنځوس کيلويې بورۍ اوړه ، يوه پنځوس کيلويې بورې وريجې ، درې شړۍ ، د ژمنيو جامو يو بشپړ سيټ او کوښې وويشل شول.
دغه راز دبيات ټولنې دپکتيا له پوهنتون سره د يو زو څلور سوه ټوکو علمي ، ادبي ، سياسي او فلسفي کتابونو مرسته وکړه.
دپکتيا پوهنتون رييس دبيات ټولنې د رييس ددغو بشر دوستانه مرستو له امله قدرداني وکړه .
په يوبل خبرکې ويل شوى دي چې دبيات ټولنې نن د خوست ولايت دشيخ زايد له پوهنتون سره هم د يوزرو څلور سوه پنځوسو ټوکو فلسفي ،علمي ادبي او دسياسي کتابونو مرسته وکړه.
1 1 دقیقه لوستل