دګرديزښار /باختر/ د وږي ۱٨مه
شپږ وسله وال طالبان په پکتيا کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله وسله والو طالبانو تيره شپه د زرمت ولسوالۍ بازار ته څيرمه د دوى په پټنځي بريد وشو.
په پکتيا کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو، چې د هېواد د هوايي ځواکونو له لورې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو پټنځى له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يووړل شو.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ