ښوونه او روزنه

په ايبکوکې د دوو ښوونځيو ودانۍ بيا جوړې او سمبالې شوې

کابل باختردوري دمياشتې ٢٦:
د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکوکې د دوو ليسو د ودانيوپه بيا جوړولو اوسمبالولو سره څه دپاسه دريو زرو تنو زده کوونکو ته  تدريسي آسانتياوې برابرې شوې .
په هغو مراسموکې چې ددغو دوو ښوونځيو د ودانيود پرانستلو په مناسبت پرځاى شوي و، د سمنګانو  ولايت دپوهنې ر ييس عبدالعزيز عزيزي خبرې وکړې او ويې ويل چې په ايبکو ښارکې د دغو  دوو ليسو ودانۍ د پوهنې دکيفيت د لوړولو دملي پروګرام له لارې په نمونوي ډول ترميمې او بيا جوړې شوې دي اوپه پرمختللو درسي وسايلو سمبالې شوې دي او زده کوونکوته  ښه روزنيزه فضا برابره شوې ده.
په سمنګانوکې دپوهنې دکيفيت دلوړولو د ملي پروګرام مسوول حاجې محمد عمر ستانکزي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دوى ددغه پروګرام له لارې دغه ليسې په شلوکمپيوټرونو ، دکتابونو د ساتنې لپاره څلويښتو الماريو، يوسلو اتيا قلمو لابراتواري وسايلو، دکمپيوټر په څلويښتو ميزونو، دوو پروجکټورونو اوپنځه سوه ټوکوکتابونو سمبالې کړې دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: په دې پروژه کې يو مليونو پنځه سوه شپيته زره افغانۍ لګيدلې دي چې د پوهنې د کيفيت د لوړولو د ملي پروګرام له لارې ورکړاى شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته