کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
په ننګرهار ولايت کې يرغلګرو يو ښوونځى وسوځاوه.
د را رسيدلوخبرونو له مخې:
يوشمېر ناپيژاندو وسله والو يرغلګرو تېره شپه ناوخته په بټي کوټ ولسوالۍکې په کپتان بابا ښوونځي بريد وکړ او هغه ته يې اور واچاوه .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: يرغلګرو د ښوونځي له سوځولو وروسته وتښتيدل.
په دې بريدکې د دغه ښوونځي ټول سندونه او درسي مواد سوځيدلي دي.
په ننګرهارکې دا څلورم ځل دى چې د وروستۍ مياشتې په بهيرکې سوځول کيږي .
تر اوسه پورې هيچا د دغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.
مخکې له دې د طالبانو او داعشيانو ډلې په هېوادکې ددغه شان پيښو مسوول بللي شوي دي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل